دپيښوردحيات اباد پر سيمه کې دپاکستان دسياسي چارو دوفاقي وزير انجنئير امير مقام پر کور
کې دننه هغه وخت يو ځانمرګي خپل ځان والوزولو کله چې دغلته داميرمقام پر مشرۍ يوه غونډه جوړيدونکې وه.
امير مقام دخپل کورپربرنۍ برخه کې ناست ؤ او پر لاندې برخه کې دغونډې تابيا نيول شوې وه کله چې وفاقى وزير پر پوړو راکوزيدو نو پر دغه وخت يو ځلمى هلک چې پر ځان پسې يې چاوديدونکى مواد تړلي وؤ دامير مقام کور ته وردننه شو او خپل ځان يې والوزولو.
پر دغه بريد کې ددريوؤ امنيتي مامورينو پر ګډون څلور کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل دي. چې پر ژوبلو کې دسرحد ايالت پخوانى صوبايي وزير او دامير مقام دکاکا زوې پير محمد خان هم شامل دى .
امير مقام پر دغه بريد کې بچ پاتې شوى او څه قسمه نقصان نۀ دى وررسيدلى ژوبل کسان دتداوۍ دپاره روغتون ته رسول شوي ، پوليسو ټوله سيمه پر ولکه کې اخستې او دپيښې څيړنه کوي.
ديادونې وړ ده چې انجنئير امير مقام دمذهبي ګوندونو دائتلاف متحده مجلس عمل له فورم څخه پر ټولټاکنو کې دبرياليتوب وروسته دجمهوررييس جنرال پرويز مشرف دپلوۍ اعلان وکړو او پر حکمران ګوند مسلم ليګ(ق) کې شامل شو. چې دا وخت ددغه ګوند دسرحد ايالت مشري پر غاړه لري.
تړلي
1