لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير بوټو دَ بیړني حالت لا منځه وړلو لپاره دَ لانگ مارچ اعلان وکړو


دَ پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو دَ جنرال پرویز مشرف څخه غوښتنه کړي چې هیواد کې دی بیړني حالت په سمدستي توگه ختم کړی شي او ټول نیول شوي کسان دی پرښودل شي. نوموړې نن اسلام آباد کې دغه وینا یو مطبوعاتي کانفرنس کې کړي. میرمن بوټو زیاته کړه که جنرال پرویز مشرف دَ هغې دغه عوښتنې وه نه منلې نو دوی به 13 نومبر نه حکومت پرضد لانگ مارچ کوي.
میرمن بې نظير بوټودغه وینا پر داسې حال کې کړی چې دپاکستان پيپلز ګوند په کارمندانو اسلام اباد کې دپارلمان هاؤس مخې ته داحتجاج وخت پوليسو کوتکونه وورول او ددوي دخورولو لپاره يې داوښکن ګازبې دريغه استعمال وکړو.
دَ شورو پر ورځ دپاکستان پيپلز ګوند دمشرې او پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو په وينا دپيپلز ګوند په زرګونو کارمندانو پر اسلام اباد کې دپارلمان مخې ته احتجاجي مظاهره کوله.
دوی دپوليس لخوا درول شوي پاټکونه يا خنډان مات کړل او هڅه يې کوله چې دپارلمان په لوري ورمخکې شي. پوليسو ددوي دايسارولو لپاره دوي په کوتکونو ووهل او اوښکن ګيس يې پرې استعمال کړو چې له دې امله دپيپلز ګوند يو شمير کارمندان ژوبل شول.
پر دې محال دپوليسو لخوا ددغه ګوند يو شمير کارمندان ونيول هم شول.
دا پر داسې حال کې ده چې څیړونکي پر پاکستان کې دپوځي حکومت دپياوړتيا لامل دجمهوررييس جنرال پرويز مشرف سره دپردې تر شا دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو جوړجاړى بولي او وايي چې بې نظير بوټو دپوځي حکمران سره دسازباز دتور څخه دځان بچ کولو لپاره خپلو کارمندانو ته دمظاهرې غږ کړى دى.
دَ پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف پر هېواد کې د بیړني حالت لگولو پر ضد احتجاج لپاره دَ خالي په ورځ اسلام آباد کې دَ یو لوی احتجاجي غونډې کولو اعلان هم کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG