لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بې نظیر بوټو: مشرف سره نورې خبرې نه کوم


دَ پېپلزگوند مشرې دَ جنرال مشرف سره دَ خبرو اترو نه کولو اعلان کړی دی. نوموړې ویلي دي چې صبا به دَ لاهور نه دَ جنرال مشرف پر ضداحتجاجي اوږد لاریون یا لانگ مارچ پېلوي.
دَ پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ په گډون دَ پاکستان نورو مخالف سیاسي ډلو ویلي چې دَ بېړني حالت لاندې ټاکې کول معنا نه لري.
مخالف ډلو دَ لرکړې شوو قاضیانو دَ بیا پر ځایې کولو او دَ جنرال مشرف نه دَ پوځي لر کولو غوښتنه کړې ده.
دپاکستان سترې محکمې پر دغه هيواد کې د پر ځايې کړل شوي بيړني حالت پر ضد ستره محکمه کې د ورکړل شوي درخواست له امله جمهوررييس او دفوځ سرلښکر ته نوټسونه جاري کړي دي.

XS
SM
MD
LG