لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير بوټو  امريکایي ډپلومیټ سره لیدلي دي


ميرمن بوټو سره دخبرو پر وخت برائن ډي هنټ وويل بايد جمهوررييس جنرال پرويز مشرف دپوځ دسرلښکرۍ دڅوکۍ څخه لاس واخلي.
او په پاکستان کې پرځايې کړل شوى بيړنى حالت ختم کړي. دَ لیدلو کتلو څخه وروسته دامريکا کونصل جنرل خبريالانو ته وويل چې بايد ټولومخالف ګوندونو ته پر عامو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اجازه ورکړل شي.
اوپرميډيا قدغنونه ونۀ لګول شي. او ددې ترڅنګ بشري حقوق پرځايې کول پکار دي. دۀ وويل چې په دغه ليدنه کې مې دپاکستان په وضعيت بې نظير بوټو دامريکا دانديښنو څخه خبر کړه او په پاکستان کې دپرځايې کړل شوي بيړني حالت پرګډون مې ورسره په ټولو سياسي چارو خبرې وشوې.
بې نظير بوټو ديوې اوونۍ لپاره په کهوسه هاؤس کې نظربنده کړل شوې ده او ددې دکورمخې ته پر لويې شمير کې پوليس ولاړ دي.
کله چې دامريکا کونصل جنرل برائن ډي هنټ لاهور کهوسه هاؤس ته دبې نظير بوټو سره دليدنې پرغرض ورغلو نو دکهوسه هاؤس مخې ته پر ګڼ شمير کې ولاړو پوليسو دۀ ته اجازه نۀ ورکوله چې بې نظير بوټو سره ليدل وکړي.
خوجان ډي هنټ دغه پوليسو ته دبې نظير بوټو سره دليدنې دولتي اجازت نامه وروښوده چې له دې وروسته دى ملاقات ته پريښودل شو.
دا ليدنه کتنه پر داسې وخت کې ترسره شوې ده چې دامريکا دمتحده ايالاتو بهرنیو چارو مرستیال وزير جان نيګرو پونټى پرروانه اوونۍ کې پاکستان ته راتلونکى دى او دلته به دبيړني حالت ، عامو ټولټاکنواو پر ميډيا دلګول شوؤ قدغنونو پر اړه دپاکستان چارواکو سره دامريکا پر انديښنو خبرې اترې کوي..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG