لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: دَ جمیعت طالبعلمانو ما سره غداري وکړه


دَ پاکستاني پولیسو دَ تحریک انصاف مشر عمران خان هغه وخت اونیولو کله چې هغه دَ جنرال پرویز مشرف دَ بیړنې حالت لگولو پر ضد لاهور کې دَ طالب علمانوپه یو لاریون کې برخه اخسته.
پولیسو ویلي دَ عمران خان پر ضد د نیولو امر وو او هغه ته دا امر هغه وخت اوښودی شو کله چې هغه پنجاب یونیورسټي یا پوهنتون ته د احتجاج کولو لپاره اورسیدو.
ښاغلې عمران خان پنجاب یونیورسټي کې د متحده سټوډنټس محاذ په بلنه دَ جنرال مشرف پر ضد د یوې مظاهرې مشري کوله.
دَ مطبوعاتو تر مخه پنجاب یونیورسټي کې دَ اسلامي جمعیت طلباء فعالینو د یو ساعت لپاره بندي ساتلو وروسته عمران خان پولیسو ته ور کړو.
دَ جمعیت محصلینو عمران خان سره بد تمیزي اوکړه او هغه یې په راښکولو دَ پوهنتون ودانۍ ته دننه بوتلو چرته چې یې هغه په کوټه کې بند کړو. عمران خان دَ جنرال مشرف لخوا دوه اونۍ وړاندې د بیړنې حالت علانولو راسې پټ وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG