لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوضعيت ارامه کيدو وروسته به اقتدار څخه تير شم: جنرال مشرف


دپاکستان جمهوررييس جنرال پرويز مشرف ويلي دي چې هر کله دهيواد وضعيت ارامه او پر کنټرول کې راشي نو دى به داقتدار څخه تير شي .
ديو برطانوي تيليويزني چينل سره پر مرکه کې جمهوررييس مشرف وويل ”مامخکې هم پراستعفا ورکولو غور کړى و خو ولې دپاکستان موجوده وضعيت داسې دى چې پر دې کې اوس محال استعفا ورکول ګټه نه لري “.
دَ وويل زه دډيموکراسۍ پلوي يم او غواړم هيواد کې ديموکراسي ټينګه شي.
ديوې پوښتنې پر ځواب کې جنرال پرويز مشرف زياته کړه چې پاکستان کې به عامې ټول ټاکنې دبيړني حالت لاندې کولى شي.
جمهوررييس وويل زه دکودتاتورنۀ بلکې جمهوري سړى يم او غواړم پر هيواد کې جمهوريت ته وده ورکړم.
خو دا چې پر پاکستان کې بيړنى حالت ځايې پرځايې کړل شوى دى ځومونږ دهيواد وضعيت داسې ؤ چې بايد دلته دملي ګټو دتضمين لپاره بيړنى حالت پرځايې کړل شي.
او هر کله چې وضعيت ارامه شي نومونږ به دډيموکراسۍ تطبيق ته لاره ومومو.
جمهوررييس جنرال پرويز مشرف داقتدار څخه دلاس پر سرکيدو خبره پرداسې حال کې کړې ده چې دپاکستان پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو څوک چې پر اقتدار کې دګډون لپاره جنرال پرويز مشرف سره دپړدې تر شا په سازبازتورنه ده.
دنهې پر ورځ پر لاهور کې پر لمړي ځل وويل چې جنرال پرويز مشرف بايد داقتدار څخه لاس واخلي او دا به دجنرال مشرف تر مشرۍ لاندې دصدراعظمې لپاره خپل خدمات وړاندې نه کړي..

XS
SM
MD
LG