لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دَ پاکستان پوځ په قبایلي سیمه او صوبه سرحد کې دَ بې ثباتۍ تور په افغانستان لگوي


په راولپنډۍ کې دَ پاکستان پوځي مرکز کې جگپوړو پوځي چارواکو ویلي په سوات او قبایلي سیمو کې جنگیالو ته دَ افغانستان نه وسلې او ډالرې لېږل کېږي.
پوځي چارواکو دغه تور خبریالانو سره دَ خبرو په وخت لگولی دی.
دوی وايي چې په سوات کې طالبان نشته بلکې دغلته څو ورانکاري دګډوډۍ په پيداکولو خپل واک ټينګول غواړي.
جي ايچ کيو کې خبريالانو ته داحوال تيرولو پر وخت پوځي چارواکو وويل دلال جومات دعملياتو څخه وروسته په 28و ځان وژونکو بريدونو کې 600و دشپږو سوؤ څخه زيات عسکر او1305و عام وګړي وژل شوي دي.
چارواکو وويل دلال جومات دعملياتو څخه دترهه ګرۍ او تندلاریتوب پر پيښو کې زياتوالى راغلى دى په شمالي وزيرستان کې جنګياليو دامن لوظنامه ختمه کړه اودامحال دغلته دامنيت وضع ښه نۀ ده خوامنيتي ځواکونو په وزيرستان کې خپل عمليات جاري ساتلي دي او غواړي چې دجنګياليو دمشر بيت الله محسود دفعاليتونو مخه ونيسي.
پوځي چارواکي په پاکستان کې په ترهه ګرۍ او بنسټ پالنه کې دزیاتوالي خبره په داسې حال کې کوي چې نن دچارشنبې په ورځ هم دملاکنډ ايجنسۍ په اماندره سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو ګاډى په مائن والوځول شو.
چې پر دغه پيښه کې لږ ترلږه 8امنيتي عسکر ژوبل شول. بلخوا دصوبه سرحددشانګلې اولسوالۍ په مرکز الپورۍ دځايې طالبانو لخوا دقبضې کولو وروسته په شانګله او سوات اولسواليو کې حالات زيات کړکيچن شوي دي.
او دطالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو بريدونو کې دګڼ شمير عسکرو دژوبل کيدوادعا شوې ده . سوات سيمې ته په سوونو پوځيان چې د 100 وڅخه په زياتو ګاډو کې ناست وؤ دځايې طالبانو دمقاومت چقولو پر غرض ليږل شوي دي.
سرچينې وايي چې سخت دريځه طالبانو دالپورۍ سيمې دزياتره دولتي ادارو ريکارډ هم سوځولى دى. په شانګله ټاپ کې امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټرو څخه پر طالبانو ډزې وکړې. چې پکې دګڼو طالبانو دټپي کيدو خبر رارسيدلى دى خو ولې دقيقه شميره تر د ې محاله نۀ ده معلومه شوې.
د نښتو سیمو ته خبریالانو په تگ بندیز دی نو ځکه دَ اکثرو پیښو یا ادعاو په آزاده توگه پخلی نه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG