لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات او شانګلې په نښتو کې گڼ شمېر کسان وژل شوي دي


دَ پاکستان په کې دځايې طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې روانې دي چې پکې دګڼ شمير کسانو دمرګ ژوبلې خبرونه رارسيدلي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشد وايي چې دشانګلې پر نښتو کې 33و شرخوښي وژل شوي او 2 پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
خو ولې د ځايې طالبانو وياند مولانا سراج الدين بيا وايي چې دالوتکو څخه په شوې ګوله بارۍ کې ددوي يو تن وژل شوى او نور ټول عام وګړي وژل شوي چې پکې زنانه او ماشومان هم شامل دي.
مولانا سراج الدين ادعا وکړه چې ددوی دملګرو لخوا پر سختو بريدونو کې 25 امنيتي عسکر وژل شوي دي.
دغه نښتې دشانګلې په بيله بابا نومې سيمه کې دزيارت دورځې ترماښامه پورې روانې وې. دامنيتي ځواکونو لخوا دچورلکو دلارې په ډزو کې دشکمنو طالبانو سنګرونه په نخښه کړل شول چې له امله يې ګڼ شمير ځايې طالبان مړۀ يا هم ژوبل شوي دي.
همدغه راز دشانګلې په پاګوړه نومې کلي کې په يو کور دمارټل دګولې پريوتو له امله څلور ماشومان مړۀ او دکور څښتن په ګډون پينځه کسان ژوبل شول.
دشانګلې په بيله بابا ، کروړه اؤ پاګوړه نومې سيمو کې ګرځ بانديز ياکرفيو لګول شوې ده بلخوا دزيارت په ورځ دسوات اولسوالۍ په بره بانډه ، ديرکلي او څيرڅيڼۍ کې ټوله ورځ دالوتکو څخه پرځايې طالبانو ګوله باره وشوه.
چې پکې په ګڼ شمير کې دمرګ ژوبلې انديښنه ښودل کيږي. خو سيمې ته دخبريالانو په تګ دبنديز له امله دمړو او ټپيانو دقيقه شميره نۀ ده معلومه شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG