لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې پوځي هیلي کاپټرې پرځاېي طالبانو بریدونه کوي


دصوبه سرحد دسوات په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ سخته نښته روانه ده دنهې په ورځ دسوات په خوازه خيله ، دير کلي ، مټه ، کمبت، هيلي کاپټرو پر وسله والو طالبانو ټوله ورځ ډزې وکړې چې له امله يې نزدې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.
دکبل سيمې څيرڅڼۍ کې دنهې په ورځ په سوونو وسله وال طالبان سړک ته اووتل او دغه سړک يې دهر قسمه تګ راتګ لپاره بند کړو.
وروستو امنيتي ځواکونو دهوا څخه په دغو طالبانو ناتاره ډزې وکړې دطالبانو لخوا هم په امنيتي ځواکونو ځوابي ډزې وشوې.
دجګړه په ساحه کې موجودې سرچينې وايي چې امنيتي ځواکونو دځايي طالبانو دوه مهم مشران هم نيولي دي کوم چې پر هيلي کاپټرو کې دسوات يو پوځي مرکز ته رسول شوي دي. خو ولې سرچينې ددغو طالب مشرانو نومونه نۀ په ډاګه کوي.
او نه هم پوځ په دې حقله څه وايي په سوات کې ددوامداره نښتو له امله زياتره تعليمي ادارې تړل شوي دي او کاروبار په ټپه ولاړ دى چې له امله يې ځايې خلک ديو لړ مشکلاتو سره مخ شوي دي.
او ديوې محتاطې اندازې ترمخه داوخت دسوات څخه په لکونو کسان خوندي سيموته منتقل شوي دي.
دګل دورځې څخه په سوات سيمه کې دځايې طالب پلوه جنګياليو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې پيل شوي دي کومې چې دنهې دورځې تر ماښامه پورې جاري وې.

XS
SM
MD
LG