لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې جگړه بيا  پيل شوه


د پاکستان صوبه سرحد پر سوات سيمه کې دځايې طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ بيا سخته نښته پيل شوې ده.
دا نښته وروسته له هغې پيل شوه کله چې د گل په ورځ دسوات دمټه ، پيرکلي، بريم، سم بټ او پامه خيله سيمو طالبان دغلته ديوې غونډې په موخه راغونډ شوي وؤ.
دمټې تحصيل لپاره دطالبانو لخوا ټاکل شوي مشر چې طالبان ورته ګورنر وايي خان خطاب دغه غونډې ته وينا کوله چې الوتکو پرې دهوا څخه بمباري وکړه پر بمبارۍ کې درې کسان ژوبل شول.
کوم چې وروسته ځايې طالبانو دتداوۍ دپاره خپل روغتون ته ورسول. دبمبارۍ څخه وروسته ځايې طالبانو هم په امنيتي ځواکونو ناتاره ډزې پيل کړې او ددوشنبې په ورځ ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو لړۍ روانه وه.
سوات سيمه کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې دامنيتي ځواکونو او طالب پلوه جنګياليو ترمينځ په روانه نښته کې تر څه حده کموت راغلى ؤ.
خو ولې د گل پر ورځ دنښتې له امله اوس يو ځل بيا دسوات مختلفو سيمو کې طالب پلوه جنګيالي ددولت څخه دشريعت دنفاذ غوښتنه لري.
او دصوبه سرحد موقت حکومت دجرګې په مينځ ګړتوب ځايې جنګياليو ته دغلته دشريعت دنافذولو يقين ورکړى دى چې ددغه يقين څخه وروسته ځايې طالبانو دامنيتي ځواکونو پر ضد دبريدونو لړۍ تم کړې وه.

XS
SM
MD
LG