لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دَ سوات په تازه نښتو کې 12 نور وژل شوي دي


دامنيتي ځواکونو لخوا سوات کې دهيلي کاپټرو څخه په ځايې طالبانو دګوله بارۍ له امله لږ تر لږه 12 تنه مړۀ او 28 ژوبل شول.
دسرچينو له مخې امنيتي پوځونو دسوات په مختلفو سيمو شکردره، منجا، کبل،بانډئى ،کانجواو ننګوئى کې دهيلي کاپټرو څخه دطالبانو په سنګرونو ګوله باري کړې ده.
دډزو له امله دولس ځايې طالبانو مړۀ او اتۀ نور ټپيان شول.
همدغه راز دامنيتي ځواکونو لخوا ډزو کې اتۀ تنه مړۀ او شل ټپيان شوي دي. او دسوات دوؤ تحصلينو مټې او کبل کې بريښنا او ټيلي فونونه قطع کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG