لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات  په نښتو کې لږ ترلږه 30 جنگیالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دځايې طالبانو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا چټک عمليات دوام لري او د تيرو دوؤ ورځو په نښتو کې ٨٠ بنسټ پالان وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو دشانګلې الپورۍ سړک سره نزدې غريزې سيمې کې دخپل واک ټينګولو وروسته دځايې طالبانو په ضد يو ځل بيا عمليات پيل کړي دي.
دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرل وحيد ارشد ډيوه راډيو ته وويل دشانګلې الپورۍ سړک په غريزه سيمه کې دروانو نښتو له امله لږ ترلږه 30 بنسټ پالان وژل شوي دي.
دۀ وويل اوس دغه سيمه دتندرويانو څخه پاک کړل شوې او امنيتي ځواکونو پکې بيا عمليات پيل کړي دي.
بلخوا په سيمه کې دامن دټينګښت لپاره دقومي مشرانو جرګه نن دچارشنبې په ورځ کيدونکې ده. په دغه جرګه کې دمهمو پريکړو کولو احتمال شته ځکه چې دځايې قومي مشرانو جرګې دوړاندې څخه بنسټ پاله وسله والو ته دسيمې څخه دوتلو امر کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG