لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې 20و نه 30و پورې جنگیالي وژل شوي دي


په يوه اونۍ کې دغلته دوژل شوؤ شمير د١٥٠ څخه اوښتى دى.
دپاکستاني ځواکونو وياند ميجر جنرل وحيد ارشد ډيوه راډيو ته وويل دګل او نهې ترمينځ شپه کې دپاک پوځ لخوا په تندرويه وسله والو ټوله شپه ډزې وشوې چې پکې دشلو څخه تر ديرشو پورې تندرويان وژل شوي دي.
ځايې خلک وايي دډاګۍ او اخوندکلي په سيمو کې اوس هم سختې ډزې روانې دي او هيلى کاپټرې ګزمې کوي دسختو ډزو له امله خلک په کورونو دننه بند پاتې شوي دي.
ميجر جنرل وحيد ارشد داهم وويل امنيتي ځواکونه اوس دشانګلې پر يو مهم سړک خپل کنټرول مضبوطوي دغه سړک دځايې طالبانو داثر لاندې سيمې الپورۍ پورې غځيدلى دى.
بل لوري ته دجنګونو او ډزو له امله دسوات او شانګلې څخه ځايې خلک دخوندي سيمو په لوري په نقل مکانۍ بوخت دي او تر دې دمه په لکونو خلک دسوات او شانګلې څخه دسرپناه په تکل کې وتلي دي..

XS
SM
MD
LG