په سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دځايې طالب پلوه جنګياليو په ضدعمليات دوام لري اودګل دورځې په عملياتو کې لږ ترلږه ١٥ طالب پلوه جنګيالي وژل شوي دي.
بلخواپه ملاکنډ ايجنسۍ او سوات کې ګرځ بنديز يا کرفيو خلک دسختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشدډيوه راډيو ته وويل دګل په ورځ دسوات په امام ډهيرۍ، کوزه بانډه، بره بانډه او کانجو کې امنيتي ځواکونودتندرويانو په ضد عملياتوته دوام ورکړو او لږ ترلږه پينځلس تندرويان ووژل شول.
ميجر جنرل وحيد ارشد وويل دامام ډهيرۍ ، کوزې بانډې،برې بانډې اؤکانجو دغرونو څخه دبنسټ پاله وسله والو سنګرونه نړول شوي دي او هيله ده په روانو عملياتو کې به ددوي نورې مورچې هم له مينځه يوړل شي.
په سيمه کې دګرځ بنديز له امله خلکو ته دپيښو ستونزو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلې ارشد وويل کومې سيمې چې دبنسټ پالانودفعاليتونو څخه پاکې دي هلته به په ګرځ بنديز کې نرمي راوستل کيږي.
ولې چرته چې وسله وال بنسټ پال په قوت کې دي هغه سيمې به فعلاً دګرځ بنديز سره مخ وي بايدپه ياده وي چې په سوات او ملاکنډ ايجنسۍ کې دامنيت دخرابې وضعې له امله ترنامعلومې مودې ګرځ بنديز لګول شوى چې له دې امله خلک په کورونو بند پاتې دي او په ستونزو کې يې ورځ ترورځه زياتوالى کيږي..
1