لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې پوځيانو دزمکې دلارې عمليات پيل کړل


سوات په لمړي ځل امنيتي ځواکونو دطالب پلوه جنګياليو په ضد دزمکې دلارې په پراخه پيمانه عمليات پيل کړي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشد وايي دعملياتو په ترڅ کې دجنګياليو په مهمو مرکزونو پوځيانو خپل واک ټينګ کړى او ٣٠ جنګيالي يې وژلي دي.
دخالي او اتوار په مينځ شپه کې امنيتي ځواکونو دهوا دلارې دسوات په مختلفو سيمو کې عمليات پيل کړل.
وروستو يو شمير پوځيان دزمکې دلارې دطالب پلوه جنګياليو دمرکزونو په لور وروخوئيدل او ناتاره ډزې يې پيل کړې.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشدډيوه راډيو ته وويل په عملياتو کې امنيتي ځواکونو دکانجو،کوزې بانډې، برې بانډې او امام ډهيرۍ کليو پر غرونو کنټرول ترلاسه کړو او ٣٠ پورې جنګيالي په ډزو کې وژل شوي دي.
ښاغلي وحيدارشد وويل په ډزو کې يو پاکستاني عسکر هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانګې مسؤل ميجرامجداقبال وويل عمليات تردې محاله دوام لري او دجنګياليو يو شمير مرکزونه په نخښه کړل شوي دي دۀ وويل په ډز و کې جنګياليو ته په پراخه پيمانه مرګ ژوبله اوښتې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG