لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالف گوندونو نوی مواقتي حکومت ردکړی دی


پاکستان پیپلز گوند، مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎، اې این پي او اکثرو نورو مخالف سیاسي گوندنو نوی مواقتي حکومت دَ مشرف پلوه گوند مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ یوه ډله بلله.
لاهور کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت ميرمن بوټو وويل هيواد کې روڼ انده ټاکنې غواړو او دبيړني حالت په موجوديت کې دا امکان نه لري ده چې بې طرفه او روڼ انده ټولټاکنې ترسره شي.
ميرمن بوټو زياته کړه په پاکستان کې دديموکراسۍ دټينګښت لپاره اوس دې خبرې ته اړتيا ليدل کيږي چې اولس بايد سړکونو ته راوځي او دخپلو حقونو دپاره انقلابي روحيه خپله کړي.
هغې وویل چې دامريت په ضد مبارزه کې به د ډيموکراسۍ پلوي اولس بريالى کيږي او امريت به ماتې خوري. دپيپلز ګوند مشرې وويل مونږ په هيواد کې د ډيموکراسۍ دتطبيق لپاره دنواز شريف په شمول دټولو مخالفو ګوندونو دمشرانو سره په تماس کې يو او غواړو چې د”ميثاق جمهوريت“ لاندې اساسي قانون په حال شي.
ميرمن بوټو وويل دامريکادباندنيو چارو دمرستيال وزير نيګروپونټى سره په ليدنه کې به پردۀ ټينګار وکړي چې امريکا بايد دديموکراسۍ دټينګښت لپاره پرجنرال مشرف فشار زيات کړي.
دَ مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر ښاغلي شهبازشریف هم ويلي دي چې دا نوى موقتي دولت نۀ بلکې دمسلم ليګ (ق) دولت ته نوره پراختيا ورکول دي .
اخوا دجمعې په سحر دپاکستان جمهوررييس جنرال پرويز مشرف دسناء رييس محمدمياسومرو او ٢٤ کسيزې موقتي کابينې ته سوګند ورکړو دسوګند ورکولو دستوره دجمهوري رياست په ماڼۍ کې ترسره شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG