لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نواز شریف څوورځوکې بیرته پاکستان ته ځي


دَ پاکستان مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند ویاند ښاغلي احسن اقبال ویلی چې دَ پاکستان پخوانې صدراعظم نوازشرېف به په څو ورځو کې پاکستان ته بیرته ستون شي.
به نن دَ سعودی عرب پاچا ښاغلي عبدالله سره وینی.
دَ دواړو هیوادنو چارواکو ویلي سعودي عرب غواړي چې نوازشریف راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
ښاغلې نواز شریف دَ جنرال پرویز مشرف ټولو نه لوی او کلک سیاسي مخالف دی. نوموړی په کال 1999م کې جنرال پرویز مشرف کودتا دَلارې دَ حکومت نه لرې کړی وو.
ښاغلی شریف دَ جنرال پرویز مشرف لخوا هیواد کې بیړنې حالت پر ځاې کولو باندې څرگندې نیوکې کوي.
نن دَ پاکستان سترې محکمې دَ جنرال پرویز مشرف دَ بیړني حالت لگول او اساسي قانون ځنډول قانوني گرځولې دی.

XS
SM
MD
LG