دپاکستان پخوانى صدراعظم او دمسلم ليګ(ن) ګوند مشر ميا نواز شريف په پاکستان کې
دجنورۍ په اتمه نيټه په ترسره کيدونکو عامو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو په موخه سبا داتوار په ورځ پاکسان ته ستنيږي.
نوموړي دستنيدو څخه دمخه دسعودي عرب دباچا شاه عبدالله سره دمخه ښې ليدنه وکړه.
ټاکل شوې ده نواز شرف سره به ددۀ کورودانه ميرمن کلثوم نواز او ورور ميا شهباز شريف هم پاکستان ته ستنيږي دوي به دلاهور په هوايي ډګر کوزيږي.
دغلته به دمسلم ليګ(ن) ګوند کارمندان دوي ته هرکلى وايي مبصرين وايي سعودي څخه پاکستان ته دنواز شريف په بيرته ستنيدو کې مهم رول دپاکستان پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو لوبولى دى.
بې نظير بوټو غواړي په عامو ټولټاکنو کې دنواز شريف دبرخې اخستو سره دمسلم ليګ دمختلفو ډلو رايې يا ووټونه وويشي.
او دغسې پيپلز ګوند ته دزياتو رايې اخستو موقع په لاس ورشى.
له دې وړاندې نواز شريف دستمبر په ١٠ مه نيټه داووۀ کلنې جلا وطنۍ څخه وروستو دسترې محکمې په اجازه اسلام اباد ته راغلى ؤ خو دولت دهوايي ډګر څخه دبهر راوتلو اجازه ورنۀ کړه او بيرته يې هم په هغه ورځ په يوه ځانګړې الوتکه کې سعودي عرب ته وليږلو
1