لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې  بيړنى حالت  او پي سي او جائز وبلل


دَپاکستان سترې محکمې په دغه هيواد کې دبيړني حالت په ځايې کول اود داساسي قانون په ځايي مواقتي ائيني حکم رامينځته کول جائز ګام بللى دى.
دستر قاضي عبدالحميد ډوګر په مشرۍ کې لارجر بينچ دبيړني حالت په ضد ستره محکمه کې په ورکړل شوي خواست خپله اورول شوې لنډه پريکړه کې ويلي دي چې په پاکستان کې حالات بې کچه خراب شوي وؤ،چاؤدنې او په امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريدونه کيدل ، په قبايلي سيمو کې وضعيت بيا ډير زيات ناارامه ؤ.
دپيپلز ګوند په کاروان چاؤدنو کې د١٥٠ؤ څخه زياتو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړو.دعدليې دځينو غړو د رويې له امله انتظاميه دکاره لوئيدلې وه.
په داسې حالاتو کې داساسي قانون څخه ورپه اخوا ګامونو اخستو ته اړتيا وه. سترې محکمې پخپله پريکړه کې د ٣ نومبر څخه راپديخوا دپوځ د سرلښکر ټول ګامونه سم ګرځولي دي او دپي سي او لاندې سوګند اخستل يې هم په څايې ګام بللى دى.
محکمې پخپله پريکړه کې په ډاګه کړې چې کومو ججانو دپي سي او لاندې سوګند نۀ دى اخستى هغوي دخپلودندو څخه ګوښه شوي دي.
پريکړه کې ويل شوي کله چې هم په هيواد کې وضعيت ارامه شي دهغې وروسته بايد اساسي قانون په حال کړل شي.
دَ پاکستان قانون پوهانو دَ سترې محکمی دا فیصله غندلې ده او واېي چې دَ پي سي او لاندې سوگند پورته کونکې قاضیان پخپله غیر قانوني او دَ حکومت پلویان دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG