لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دَ نوی قانون ترمخه دریم نومبر ورسته جنرال مشرف ټول گامونه نه شې چیلنج کیدی


دَ پاکستان پوځي جمهوررئیس جنرال پرویز مشرف نن یو آرډیننس یا قانون جاري کړې دی چې تر مخه یې دَ نومبر دریمه نیټه راهسې دَ بیړني حالت تر سنگ پورته کړی شوي ټول گامونو قانوني گرزول شوي دي.
او دَ به دَ هیواد په یوه محکمه کې هم نشي چیلنج کیدی. دنوی قانون تر مخه په اساسي قانون کې بدلون کړی شوې دی چې پکې په دریم نومبر په هیواد کې پر ځاې کړی شوې بیړنې حالت جائز گرزولې شوې دی.
دَ پاکستان مشر څارنوال ملک محمد قیوم ویلي نن جاري کړې شوې قانون دَ پاکستان پوځي مشر لخوا په دریم نومبر پورته کړې شوې گام جائز او قانوني گرزولې دی.
ددی قانون ترمخه به دَ راتلونکي کال 2008 په جنورۍ میاشتي کیدونکې ټاکنې او دَ قاضیانو لخوا پورته کړې شوي سوگند ته هم قانون تحفظ ورکړې شوی دی.
دَ دی نه وړاندې هم دکال ١٩٩٩ دَ اکتوبر په میاشت کې پورته کړې شوی دَ اساسي قانون پر ضد پورته کړې شوي ټول گامونه ته قانونی تحفظ ورکړی شوی وو چې وروسته دَ پاکستان ستری محکمې او پارلمان تصدیق کړو.
دَ پاکستان دَ وکیلانو دَ سازمان مشر ښاغلي ای کې ډوگر دَ قانون بې مطلبه گرزولې دی او ویلی دي داسې قانون چې دَ هیواد اساسي قانون پر ضد وي محکمه کې چیلنج کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG