لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دجنرال مشرف  داهليت په ضد وروستى خواست هم رد کړو


دپاکستان سترې محکمې دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دجنرال پرويز مشرف داهل ګرځول کيدو پر ضد محکمه کې ورکړل شوى وروستى خواست هم مسترد کړو.
ددې خواست مسترد کيدو سره احتمال پيدا شوى دى چې اليکشن کميسيون به په ورځ دوه کې دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دجنرال مشرف دبرياليتوب رسمي اعلاميه جاري کړي.
دزيارت په ورځ دسترې محکمې درئيس په مشرۍ محکمې دټولو قاضيانو بينچ دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دجنرال پرويز مشرف داهل ګرځول کيدو پر ضد دډاکټر ظهور مهدي خواست اوريدنه پيل کړه.
پر دې محال دټولو قاضيانو بينچ ددواړو خواؤ دوکيلانو دلائل واوريدل او دډاکټر ظهور مهدي خواست يې مسترد کړو.
سترې محکمې له دې وړاندې هم دجنرال پرويز مشرف داهل ګرځول کيدو په ضد پينځه درخواستونه مسترد کړي وؤ.
دپاکستان لويې څارنوال ملک محمدقيوم اوړمه ورځ ويلي وؤ دسترې محکمې لخوا جمهورئيس جنرال پرويز مشرف داهل ګرځول کيدو په اړه دپريکړې راتلو څخه ورځ دوه ورسته به جنرال پرويز مشرف دپوځي يونيفارم په کوزولو ديوعام جمهوررئيس په توګه دخپل منصب سوګند واخلي.
دپاکستان مخالفو سياسي ګوندونو دپي سي او لاندې دسترې محکمې دسوګنداخستونکيو قاضيانو په پريکړو دبې باورۍ څرګندونه کړې ده او وايي په محکمه کې ناست قاضيان يواځې هغه پريکړې کوي چې جنرال پرويز مشرف ته قبولې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG