لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف لاهور ته ورسيدو


دپاکستان مسلم ليګ(ن) ګوند دمشراو پخواني صدراعظم نواز شريف الوتکه دلاهور ته ورسيدو.
دۀ سره په دغه الوتکه کې خپله کورودانه ميرمن کلثوم نواز،ورور شهباز شريف ، زوم کيپټن صفدر اودکورنۍ نور غړي هم دسعودي عرب څخه راستانۀ شوي دي. دکړنلارې له مخې نواز شريف دلاهور په هوائي ډګر دکوزيدو وروسته ديو جلوس په شکل کې د داتا دربار ته بوتلل کيږي .
دغلته به دى ولسي جلسې ته وينا هم کوي په لاهور ښار کې دميا نواز شريف دهرکلي دپاره زړۀ پورې تيارۍ شوي دي.
په ټول ښار کې دهرکلي بينرونه ، دنواز شريف او شهباز شريف لويې لويې عکسونه او ددوي دستائينې شعارونه ځړول شوي دي دلاهور په هوائي ډګر په لويې شمير کې پوليس ودرول شوي او امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي دپنجاب دمختلفو برخو څخه دنواز شريف دهرکلي دپاره دمسلم ليګ (ن) ګوند کارمندان لاهور ته رسيدلى خو پوليس وايي دغو کارمندانو ته به اجازه ورنۀ کړي .
ترڅودريلۍ په شکل کې پيدل دهوائي ډګر څخه تر داتا دربار پورې دخپل مشر نواز شريف سره لاړ شي.
نواز شريف په سعودي عرب کې اووۀ کاله وړاندې هغه وخت د جلاوطنۍ ژوند اختيار کړو کله چې دپاکستان دپوځونو سرلښکرجنرال پرويز مشرف ديوې کودتا په ترڅ کې اقتدار ونيولو او نواز شريف يې دصدراعظمۍ دمنصب څخه دګوښه کولو وروستو زندان ته وليږلو .
وروستو بيا دسعودي عرب په مينځګړتوب دجنرال پرويز مشرف او نواز شريف ترمينځ ديوې لوظنامې ترمخه نواز شريف دلسو کالو دپاره سعودي عرب ته جلا وطنۍ کړل شو.
دروان کال دستمبر په ١٠ مه نيټه نواز شريف دسترې محکمې داجازت په اساس دسعودي عرب څخه اسلام اباد ته راغلى خو دلته اجازه ورنۀ کړل شوه چې دهوائي ډګر څخه بهر وځي او دغه رقم هم په هغه ورځ نواز شريف يو ځل بيا سعودي عرب ته وليږل شو.
مبصرين وايي پاکستان ته دنواز شريف يو ناڅاپه ستنيدل دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف او دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو ترمينځ دسازباز په نتيجه کې شوي دي.ځکه له دې لارې بې نظير بوټو غواړي دمسلم ليګ دمختلفو ډلو ووټونه په عامو ټولټاکنو کې يوې ډلې ته دپريوتو په ځايې وويشل شي او پيپلز ګوند ته دزياتو رائيو اخستو موقع په لاس ورشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG