لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ددولت مشترکه پريکړه بې بنسټه ده:پاکستان


پاکستان دبيړني حالت له امله د هم گټه هوادونو یا دولت مشترکه څخه دپاکستان غړيتوب دمعطل کولو پريکړه بې بنسټه او په بې انصافۍ والړه ګرځولې ده.
په اسلام اباد کې دبهرنيو چارو دوزارت لخوا په جاري کړل شوې بيانيه کې دپاکستان دغړيتوب دځنډولو په پريکړه دخفگان څرګندونه شوې ده.
بيانيه کې ويل شوي د 53 غړو دغه سازمان دپريکړې په محال پاکستان ته پر پيښو چيلنجونو او ددې هيواد په کورني خراب وضعيت دځان پوهولو هڅه نۀ ده کړې.
بيانيه کې دپريکړې دغندلو په ترڅ کې ويل شوي پاکستان به په راتلونکي کې ددولت مشترکه سره دخپلې همکارۍ او اړيکو په اړه غور کوي.
ددولت مشترکه دبهرنيو چارو دوزيرانو 53 کسيزې کميټې دپاکستان غړيتوب ددغه سازمان څخه ددې دريځ په خپلولو سره معطل کړى ؤ چې دپاکستان حکومت دبشري او بنيادي حقونو څخه سرغړونې کوي.
دغړيتوب ځنډول کيدو وروسته پاکستان ددغه سازمان د سفارتي او روزنيزې مرستې په شمول دهر رقم مرستو څخه محروم شوى دى.
ديادونې وړ ده چې په کال ١٩٩٩ء کې هم هغه وخت دولت مشترکه دپاکستان غړيتوب معطل کړى ؤ کله چې جنرال پرويز مشرف دپوځ دسرلښکر په توګه ددولت واګې پخپل لاس کې واخستې بيا وروسته په کال ٢٠٠٤ء کې دغه سازمان دپاکستان غړيتوب ومنلو.

XS
SM
MD
LG