لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مشرف به صبا پوځي یونیفارم لرې کوي


دَ رپوټونو تر مخه دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف صبا د چارشنبې په ورځ دپوځ دسرلښکرۍ ددندې څخه ګوښه کيږي.
او دزيارت په ورځ به دغيرپوځي جمهوررئيس په توګه سوګند اخلي. جنرال مشرف دنړيوالې ټولنې د کلکې غوښتنې اودپاکستان دکورنى خراب سياسي وضعيت له امله دپوځ دسرلښکر دمنصب په پريښودو تیار شوى دى.
نن دنهې په ورځ ښاغلي مشرف دپاکستان ددريواړو پوځونو دمرکزونو څخه دمخه ښې ليدنه وکړه جنرال مشرف دپوځي مشرانو سره په پيشه وارانه چارو وغږيدو او پوځونو ورته سلامۍ وړاندې کړې.
نن ماښام دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيددښاغلي جنرال پرويز مشرف په درناوي کې ميلمستيا کوي . سبابه ښاغلى مشرف دکورکمانډرانودغونډې په وروستي ځل مشري وکړي او جنرال اشفاق پرويز کياني ته به دپوځ دسرلښکر منصب وروسپاري.
جنرال پرويز مشرف ته په کال ١٩٩٥ء کې دليفټننټ جنرال په عهده ترقي ورکړى شوې وه اوپه کال ١٩٩٨ دجنرال جهانګير کرامت دمستعفي کيدو څخه وروسته نوموړى په ٧ اکتوبر دپوځ وټاکل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG