لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنواز شريف دټاکنې کاغذونه رد کړل شول


دپاکستان مسلم ليګ(ن) دمشر ميا نواز شريف دټاکنې کاغذونه رد کړل شول. چې له دې امله اوس نواز شريف په عامو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو څخه پاتې شوى دى.
نواز شريف دقومي اسمبلۍ لپاره دحلقه ١٢٠ څخه ټولټاکنو کې دبرخې اخستو په غرض کاغذونه جمع کړي وؤ.
منابعې وايي په پخواني صدراعظم نواز شريف ديوې الوتکې دتښتولو په ګډون په ګڼو نورو مقدمو کې دسزا سره دمخ کيدو تور لګول شوى.
دپاکستان دقانون ترمخه هغه څوک په ټولټاکنو کې برخه نۀ شي اخستى چې په کوم جرم کې سزاوار شوى وي. چې له دې امله دنواز شريف کاغذونه هم نۀ دي منل شوي.
له دې وړاندې دقومي او صوبايي اسمبليو لپاره دنواز شريف دورور شهباز شريف دټاکنې کاغذونه هم د مختلفو تورونو په بنياد مسترد کړل شوي دي.
هرڅو کۀ شهباز شريف دخپلو کاغذونو دمسترد کيدو په ضد دخواست کولو حق لرلو خو نوموړي دداسې کولو څخه انکار کړى ؤ.
په پاکستان کې په ٨ مه جنورۍ دکيدونکيو ټولټاکنو لپاره زياتره مخوريزو سياسي شخصيتونوديوې په ځايې دګڼو حلقو څخه دټاکنې کاغذونه په دې غرض جمع کړي دي چې کۀ په يوه حلقه يې کاغذونه ونۀمنل شي نو دبلې حلقې څخه به ټولټاکنو کې برخه واخلي.
ولې نواز شريف يوازې ديوې حلقې اين اى ٢٠ څخه کاغذونه جمع کړي وؤ.
او کۀ اوس چرې نواز شريف هم دخپل ورور په څير دخپلو کاغذونو په اړه دخواست کولو حق په کار رانۀ وستو نو هغه به هم په عامو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو څخه محرومه شي. دپاکستان مسلم ليګ(ن) دصوبه سرحد رئيس پيرصابر شاه ډيوه راډيو سره په تماس کې ومنله چې دنواز شريف دټاکنې کاغذونه مسترد شوي نوموړي داهم وويل چې ښاغلي شريف يوازې ديوې حلقې څخه ځان کانديد کړى ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG