لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولټاکنو کې ګډون لپاره به  دولت ته  غوښتن ليک وړاندې کوؤ:نوازشریف او بې نظير


دپاکستان پيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو او دمسلم ليګ(ن) دمشر نواز شريف ترمينځ په ترسره شوې ددريو ساعتو اوږده ليدنه کې پريکړه شوې ده چې دوي به دولت ته په ټولټاکنو کې دګډون لپاره خپل غوښتن ليک وړاندې کوي.
دغه ليدنه په اسلام اباد زرداري هاؤس کې په داسې محال ترسره شوه چې دپاکستان دټولټاکنو کميسيون په عامو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره دمسلم ليګ(ن) مشر نواز شريف نااهله ګرځولى او ددۀ دټاکنې کاغذونه يې رد کړي دي.
دليدنې په محال دواړو پخوانيو صدراعظمانو په ٨ مه جنورۍ دکيدونکيو ټولټاکنو څخه دوتلو يا بائيکاټ په اړه اوږدې خبرې وکړې او ددې عمل ګټې او نقصانات يې وڅيړل.
مذاکراتو کې دبې نظير بوټو ملګرتيا مخدوم امين فهيم، رضا رباني اؤ فرحت الله بابر کوله او نواز شريف سره راجه ظفرالحق، چوهدري نثار اؤ دجماعت اسلامي لياقت بلوچ ملګري وؤ. دملاقات څخه وروسته يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته بې نظير بوټو او نواز شريف وويل داى پي ډي ايم او اى آر ډي دغړو څخه جوړه شوې ٨ کسيزه کميټه به يو غوښتن ليک تياروي او دغه غوښتن ليک به دټولټاکنو څخه وړاندې دولت ته وړاندې کولى شي.
دواړو مشرانو څرګنده کړه کۀ چرې داى آر ډي او اى پي ډي ايم غوښتنې دولت ونۀ منلې نو بيا به دغه دواړه سياسي ائتلافونه په ګډه دټولټاکنو څخه بائيکاټ کوي.
ميرمن بوټو او ښاغلي شريف وويل په موجوده حالاتو کې بې پلوه او دټګۍ څخه پاکې ټاکنې نۀ شي کيدى.
دخپل غوښتن ليک دوضاحت کولو په وخت دوي وويل په دغه غوښتن ليک کې دبې پلوه اليکشن کميسيون جوړول ، د٣ م نومبر څخه وړاندې عدليه پخپل ډګر ودرول، موقتي ايني حکم او بيړنى حالت ختمول او ځينې نورې غوښتنې شاملي دي.
مبصرين وايي په عامو ټولټاکنو کې دمسلم ليګ (ن) دمشر ميانواز شريف دنااهله ګرځول کيدو له امله به دپاکستان پيپلز ګوند په هيڅ صورت کې دټولټاکنو دعمل څخه بهر نۀ شي.
ولې چې بې نظير بوټو ته به داقتدار ترلاسه کولو يوه غوره موقع په لاس ورشي.
داى پي ډي ايم اؤ اى آر ډي په ائتلافونو کې په شاملو سياسي ګوندونو کې انتخاباتو څخه دوتلو په عمل سخت اختلافات موجود دي.
او دپاکستان مسلم ليګ(ن) ، جماعت اسلامي او تحريک انصاف څخه پرته نور ګوندونه دانتخابي عمل څخه دبهر پاتې کيدو په حق کې نۀ دي..
ځکه چې دوي تراوسه په دې اړه دغوڅې خبرې کولو په ځايې مبهم دريځ غوره کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG