لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بې نظير بوټو او نواز شريف دګل په ورځ يو بل سره ويني


دپاکستان ستر سياسي ګوندونه په ٨ مه جنورۍ په کيدونکيو ټولټاکنو کې دګډون نۀ کولو په دريځ ديو کيدوهڅې کوي او ټاکل شوې ده په دې لړ کې دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټواو دمسلم ليګ(ن) دمشر ميانواز شريف ترمينځ دګل په ورځ په اسلام اباد کې خبرې اترې کيږي.
پاکستان ته دراتګ څخه وروسته ددواړو پخوانيوصدراعظمانو ترمينځ به دا لمړۍ ليدنه وي. دمسلم ليګ(ن) يو مشر راجه ظفرالحق دبې نظير بوټواو نواز شريف ترمينځه دکيدونکي ملاقات په اړه وايي په دغه ليدنه کې به دواړه مشران غور وکړي چې ټولټاکنو کې دګډون نۀ کولو ګټې به څه وي.
دپيپلز ګوند مشرې دجمعې په ورځ ويلي وؤ کۀ چرې ټول سياسي ګوندونه يوه خلۀ شي اوپه ډاګه کړي چې دوي به دټولټاکنو څخه وروسته په کومه لاره تګ کوي نو پيپلز ګوند په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپريکړې څخه په شا کيدى شي.
خوولې په ټولټاکنو کې دبرخې نۀ اخستو طرفته داشارې کولو ترڅنګ پيپلز ګونددټولټاکنو دپاره کوټلې تيارۍ هم پيل کړي دي اوددغه ګوند مشرې بې نظير بوټو په دې لړ کې د٥ ؤ نکتو يوه کړنلاره هم اعلان کړې ده.
بل اړخ ته دمسلم ليګ(ن)، جماعت اسلامي، تحريک انصاف،پښتونخوا ملي عوامي ګوند اودټول ګونديزډيموکراتيک تحريک (اى پي ډي ايم) کې شامل ځينې نور ګوندونه ټولټاکنو کې دبرخې نۀ اخستو پلوي دي.
دپاکستان دمذهبي ګوندونو دائتلاف متحده مجلس عمل دننه هم په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو په اړه سخت اختلافات موجود دي.
دغه ائتلاف کې شامل دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو پلوي او دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد يې په ضد دى.
نن دخالي په ورځ دمتحده مجلس عمل دمرکزي شورا په کيدونکې غونډه کې شامل اړخونه په دې خبره ديو بل دقانع کولو هڅه کوي چې ټولټاکنو کې برخه اخستل پکار ده که نه.
البته دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان بيا په دې اړه بې نظير بوټو ته ورته دريځ لري او وايي کۀ ټول ګوندونه يوه خلۀ کيږي نو په هغه صورت کې دټولټاکنو څخه بائيکاټ کيدى شي.

XS
SM
MD
LG