لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکايي سناتورانو جمهوررئيس مشرف اوبې نظير بوټو سره وليدل


دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دامريکايي سناتورانو پينځه کسيزې ډلې سره دليدنې په محال ويلي دي دهغه لخوا د پوځ دسرلښکر دمنصب پريښودلو سره به دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دامريکااو پاکستان ترمينځ په همکارۍ بده اغيزه نۀ کيږي.
دامريکايي سناتورانو هيئت دپاکستان پيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو سره هم ليدلي او بې نظير بوټو په هيواد کې دسياسي وضعيت دښۀ کيدو په اړه دپرويز مشرف په وروستيو ګامونوتسله ښکاره کړې ده.
امريکايي سناتورانو سره په خبرو کې پرويز مشرف وويل په هيواد کې يې دډيموکراسۍ دټينګښت په اړه خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي دي.
ښاغلي مشرف وويل ماپوځي يونيفارم لرې کړى اودعام جمهوررئيس په ډول مې کار پيل کړى دى. اوس په ٨ مه جنورۍ په هيواد کې عامې ټولټاکنې کيږي.
په دغو ټولټاکنو کې به ټولو ګوندونو ته دبرخې اخستو يو شان موقعې ورکول کيږي. جمهوررئيس وويل هيواد څخه به بيړنى حالت اؤ موقتي ايني حکم په ١٦ دسمبر ختم کړي دامريکايي سناتورانو هيئت دډيموکراسۍ لپاره دپرويز مشرف وروستي ګامونه وستائيل او هيله يې څرګنده کړه چې پاکستان کې به ډير زر دډيموکراسي په ځايې شي.
له دې وړاندې دامريکايي سناتورانو هيئت دپاکستان پيپلز ګونددمشرې او پخوانۍ صدراعظمې ميرمن بې نظير بوټو سره وليدل اودهيواد په روان وضعيت ، راتلونکيو ټولټاکنو او نورو مهمو چارو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
ميرمن بوټو امريکايي سناتورانو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه چې دجمهوررئيس مشرف دوروستيو ګامونو له امله به په پاکستان کې دسياسي وضعيت په ښۀ کيدو کې لاس امداد وشي ميرمن بوټو وويل مونږ غواړوپه هيواد کې روڼ انده ټولټاکنې ترسره شي او اولس ته دخپل مشرتابۀ دټاکلو پوره پوره حق ورکړل شي..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG