لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دټولټاکنو کميسيون راڅخه ٣ کروړه روپۍ غواړي: بې نظير بوټو


دپاکستان پخوانۍ صدراعظمې او دپيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټووايي دټولټاکنو کميسيون درايې اچونکيو دفهرست په ورکولو له هغې څخه ٣ کروړه روپۍ غواړي.
پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت نوموړې وويل مونږ غواړو دټولټاکنو کميسيون درايې اچونکيو فهرست راوسپاري ولې کميسيون ددې په بدل کې ٣ کروړه روپۍ غواړي او دهيڅ يو سياسي ګوند دپاره دومره دروند رقم دفهرست ورکولو په بدل کې شونى نۀ دى.
ميرمن بوټو ددولت څخه غوښتنه وکړه چې دقاضيانو او ميډيا څخه بنديزونه پورته کړي اوبشپړه ازادي ورته ورکړي.
دې وويل دپاکستان دامنيت په تالاترغۍ کولو کې تندرويان يابنسټ پاله قوتونه لاس لري. اودهيواددامن ژغورلو دپاره بايدبنسټ پالنه له مينځه يوړل شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې بې نظير بوټووويل زۀ دخپل هيواد او ولس دښيګړې سياست کووم او کوم خلک چې پرما دپردۍ ايجنډې دلرلوتور لګوي هغه منافقان دي.
ميرمن بوټو هوډ څرګند کړو چې په اقتدار کې دراتلو څخه وروسته به دقبائيلي سيمو په ملي ځاندره کې دځائيولو دپاره دغلته سياسي ګوندونو ته دقانون لاندې دفعاليتونواجازه ورکړي او دقبائيلي منطقې دشخړې دهواري سياسي لاره به هم ولټوي

XS
SM
MD
LG