لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د ناکامۍ پړه په پاکستان نۀ شي غورځول کيدى: پرويزمشرف


د پاکستان جمهور رئيس پرويزمشرف ويلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د امريکا د کومې ناکامۍ پړه به دپاکستان په غاړه نۀ پريوځي.
يو امريکائى تيليويژيون سره په مرکه کې ښاغلي مشرف وويل په پاکستان کې ټولټاکنې کيدونکې دي او کۀ چرې د ټاکنو څخه وروسته وضعيت بې کچه خراب او د قبليدو څخه ووتلو نو دۀ سره د پشا تګ دپاره لاره شته.
جمهوررئيس زياته کړه پاکستان د تيرو ٣٠ ؤ کالو څخه د ترهګرۍ او بنسټ پالنې په ضد هڅې کوي، پاکستاني ځواکونه د هيواد په هره برخه کې د ترهګرۍ په ضد دجګړې څخه ډډه نۀ کوي.
د القاعده د مشر اسامه بن لادن په نيولو کې د ناکامۍ په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې دۀ وويل پاکستان په دې هکله کوټلې همکاري کړې ده ولې کۀ چرته کوم کمبوت يا ناکامي وي نو ددې مسوليت بايد په پاکستان وانۀ چول شي.
ښاغلي مشرف وويل په امريکا کې د ١١م ستمبر د پيښو څخه وروسته پاکستان د بې کچه خراب وضعيت مقابله وکړه.
جمهور رئيس مشرف د خپلو وروستيو ګامونو څخه د دفاع کولو په ترڅ کې څرګنده کړه دۀ چې تراوسه کوم سياسي ګامونه اخستي دي دا د مخالفو ګوندونو لخوا د خپلې کړل شوې لارې عکس العمل ؤ ولې چې مخالفو ګوندونو د ٥ ؤ کالو څخه ددۀ او د دولت د بې ثباته کولو هڅې کولې.
د پيپلزګوند د مشرې بې نظير بوټو سره دولت کې د شراکت په بابله د لوظنامې په اړه د يوې پوښتنې ځواب کې پرويزمشرف وويل دى د چا سره لوظنامې نۀ کوي هيواد کې دا وخت روڼ انده ټولټاکنې کيدونکې دي او کۀ چرې د ټولټاکنو څخه وروسته ددۀ دپاره وضيعت د قبليدو څخه ووتلو نو دۀ سره د بيرته تګ دپاره لاره شته.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG