لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان او کرمه ايجنسيو کې په امنيتي پوستو بريدونه


د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې په امنيتي پوسته د وسله والو جنګياليولخوا دراکټو دبريد څخه وروسته دامنيتي ځواکونو په ځوابي ډزوکې د٤ ؤ ميرمنو په شمول ٦ کسان مړۀ اؤ ١٥ ؤ څخه زيات ټپيان شوي دي.
بلخوادکرم ايجنسۍ په تنګۍ امنيتي پوسته دوسله والو قبايلي لخوا شوى بريدامنيتي ځواکونو په شا کړى دى.
تيره ورځ دميرانشاه سره نزدې په بانډه نومې امنيتي پوسته نامعلومو وسله والو دراکټ لانچرو او نورو درنو وسلو بريد وکړو.
دبريد څخه وروسته امنيتي ځواکونو دځوابي عملياتو په محال دشکمنو جنګياليو دپټن ځايونو په لوري دتوپو او نورو درنو وسلو ډزې وکړې په دغه ډزو کې څو ګولې په انغر کلي کې دخلکو داستوګنې په کورونو ولګيدې چې له امله يې ددوؤ ميرمنو په شمول ٤ کسان ووژل شول او١٥ نور ژوبل شول.
ژوبل کسان دميرانشاه روغتون ته دتداوۍ لپاره ورسول شول خو دغلته ٢ ؤ ټپي ميرمنو دزخمونو توان رانۀ وړلو اوساه يې ورکړه.
همدغه راز دخالي په شپه او داتوار په سحر وسله والو قبائيلو دکرمې ايجنسۍ په تنګي نومې سيمه کې په يوه امنيتي پوسته دراکټو او نورو درنو وسلو بريد وکړو.
دامنيتي ځواکونو لخوا دبريد په ځواب کې دناتاره ډزو له امله بريد کوونکي په شا تګ مجبور شول.
دکرمې ايجنسۍ پولټيکل چارواکيو ګواښ کړى دى چې کۀ دډز بندۍ څخه وروسته قبائيل دهر ځايې څخه سرغړونه وکړي امنيتي ځواکونه به يې په ضد عمليات کوي.
بل لوري ته په پاړه چنار کې په ١٦ مه ورځ هم ګرځ بنديز يا کرفيو نافذ ده.او دسيمې خلک دګرځ بنديز له امله ديو شمير ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
کرمه ايجنسۍ کې دقبائيلو ترمينځ داوسنيو نښتو له امله د١٦ؤ دولتي عسکرو په شمول د١٠٠ ؤڅخه زيات کسان وژل شوي او خواؤشا ٣٠٠ ژوبل شوي دي.
په دغه سيمه کې ټولې تعليمي ادارې او دفترونه پرله پسې بند دي او خلک نۀ شي کولى په ډاډه زړۀ دژوند چارې ترسره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG