لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې بم چاؤدنه،5عسکرمړۀ


شمالي وزيرستان کې دبم چاؤدنې له امله 5 عسکرمړۀ او 4ټپيان شول.
دپاک پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشد وايي دشمالي وزيرستان صدر مقام ميران شاه څخه خواؤشا ٣٠ کلو ميټره لرې دسړک په غاړه خښ کړل شوى بم هغه وخت وچاؤديدو کله چې دامنيتي ځواکونو قافله ددغه ځايې څخه تيريده.
جنرال ارشد وويل دچاؤدنې له امله 5 ؤ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړى اؤ نور 4 ژوبل شوي دي.
پاکستاني ځواکونه قبایلي سیمې او سوات کې دَ القاعدې شبکې او طالب پلوه جنگیالو پر ضد عملیاتو کې بوخت دي.
دَ روانه اونۍ پیل کې پاکستاني ځواکونو دَ جنگیالو نه په سوات کې مهمې پوستې او دَ طالب پلوه جنگیالو مشر فضل الله ایف ایم ریډیو سټیشن په خپله قبضه کې اخستي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG