لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوات کې ځايي طالبان ځینو سیمو نه په شا تللي دي


په سوات کې دَ امنیتي ځواکونو لخوا د ځایې طالب پلوه جنگیالو پر ضد عملیات دوام لري او تازه نښتو کې پوځي چارواکو لږ تر لږه د 50و جنگیالو مړي په قبضه کې دَ اخستو ادعا کړي ده.
پوځي چارواکي دا هم وایي چې وژل شوو جنگیالو کې بهرني جنگیالي هم شامل دي.
دَ پاکستان پوځ لخوا دَ ادعا هم شوې چې تر ټولو مهمې طالبانو څوکې په خپله ولقه کې اخستې دي.
حکومت نن سحر 12 بجوپورې په گرځ بندیز کې نرمې کړې وه.
رپوټونو تر مخه په سیمه کې دَ خلقو کډوکولو لړې روانه ده او په سوات او ملاکنډ ایجنسۍ کې دامنیت دخرابې وضعې له امله خلک په یو شمیر ستونزو سره مخ دي.
دَ پاکستان په سوات کرم ایجنسۍ او شانگله کې دَ انتخابونو لپاره دَ کاغذونو جمع کولو نیټه تر شپږم دسمبر پرې غزولې شوې ده.

XS
SM
MD
LG