لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهور رئیس مشرف : بیړنې حالت به 16م دسمبر اوچت کړې شي


دَ پاکستان جمهوررئیس مشرف دَ غیر پوځي جمهور رئیس جوړیدو وروسته په خپل وړومبې وینا کې په دولتي ټی وي اعلان وکړو چې هیواد کې به بیړنې حالت دَ دسمبر میاشتې 16م نیټه باندې ختم کړې شي.
ښاغلي مشرف زیاته کړه چې پي سي او قانون به اوچت شي او د هیواد اساسي قانون به بیا پرځاېې کړې شي.
ښاغلي مشرف په دغه وینا کې وویل چې بیړنې حالت د لارې یې هېواد کې جمهوریت پرځاې کړې دې اوسوات کې جنگیالو پر ضد روان عملیاتو ته اشاره اوکړه او زیاته یې کړه چې ترهگرۍ له یې ملا ماته کړې ده.
نوموړي وويل دجمهوررئيس په توګه زماټاکنه سترې محکمې سمه ګرځولې ده او ما دجمهوررئيس په توګه سوګند اخستى دى.
جمهوررئيس وويل په هيواد کښې عامې ټولټاکنې پخپل وخت کيږي او کۀ چرې کوم ګوند په دغو ټولټاکنو کې برخه نۀ اخلي نو دې سره به دټولټاکنو په عمل هيڅ فرق نۀ پريوځي.
ښاغلي مشرف وويل په هيواد کې بيړنى حالت دمجبورۍ له امله په ځايې کړى شوى ؤ ولې چې دۀ سره بله هيڅ لاره نۀ وه.
په خپله لنډه وینا کې نوموړي هیواد کې بیړنې حالت لگولو پړه د سترې محکمې پخواني قاضیانو اوپه میډیا باندې واچوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG