لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا دګوښه کړل شوؤ قاضيانو په ځايې کولو لپاره فشار راوړي: نواز شريف


دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشر او پخوانى صدراعظم ميا نواز شريف دامريکا دسفير ايم ډبليو پيټرسن سره په ليدنه کې ددۀ څخه غوښتنه کړې ده چې امريکا دې په پاکستان کې دګوښه کړل شوؤ قاضيانو په ځايې کولو لپاره فشار راوړي.
ميانواز شريف وويل هغه اوس هم پخپل دې دريځ کلک ولاړ دى چې عدليه بايد په هغه ډګر ودرول شي په کوم ډګر چې د٣ م نومبر څخه وړاندې وه.
نوموړې وويل ترڅو عدليه بحال کړل شوې نۀ وي تر هغې په کيدونکو ټولټاکنو باور نۀ شي کيدى.
نواز شريف زياته کړه امريکا بايد دګوښه کړل شوؤقاضيانو په ځايې کولو لپاره خپل کردار ترسره کړي.
دۀ وويل په ٣م نومبر چې په هيواد کې کوم بيړنى حالت په ځايې کړى شوى دى دا په اصل کې مارشل لاء ده.
او مونږ غواړو د٣ م نومبر ټولې پريکړې واپس واخستل شي.
دملاقات څخه وروسته دامريکا سفير ايم ډبليو پيټرسن ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل امريکا په پاکستان کې دصفا سوتره او بې پلوه ټولټاکنو هيله منده ده او مونږ اميد لرو ټولټاکنې به روڼ انده وي.
امريکايي سفير زياته کړه واشنګټن دجمهوررئيس پرويز مشرف دپوځي يونيفارم دکوزولو ګام ستايلى دى اوهيله کيږي اوس به جمهوررئيس دصفا سوتره ټولټاکنو ژمنه هم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG