لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف دغيرپوځي جمهوررئيس په توګه دخپل منصب سوګند واخستو


پرويز مشرف ته سوګند د1973ء داساسي قانون لاندې دسترې محکمې مشر قاضي عبدالحميد ډوګر ورکړو. ښاغلي مشرف دنهې په ورځ دپوځ يونيفارم ددې وعدې لاندې کوز کړى ؤ چې دجمهوررئيس په توګه دسوګند اخستو څخه مخکې به پوځي یونیفارم وغورځاي.
دامريکاپه شمول دنړۍ ګڼو هيوادونو دپوځي يونيفارم په کوزولو دښاغلي پرويز مشرف داگام هرکلى کړى دى ولې ددې ترڅنګ په ښاغلي مشرف اوس هم نړيواله ټولنه زور راوړي چې بايددهيواد څخه بيړنى حالت پورته کړي
دسوګند اخست دستوره نن دچارشنبې په ورځ دجمهورري رياست په ماڼۍ کې ترسره شوه. دستوره کې موقتي صدراعظم محمدمياسومرو ،وفاقي وزيرانو، غير ملکي ديپلوماتانواو نورو مخوريزو شخصيتونو ګډون وکړو.
دپاکستان دستر سياسي ګوندپي پي پي مشرې ميرمن بې نظير بوټودوړاندې څخه ويلي دي دغير پوځي صدر په توګه دسوګند اخستو څخه وروسته هغه دپرويز مشرف سره په ګډه په کار کولو غور کولى شي.
ولې دپاکستان مسلم ليګ(ن) ګوند مشر ميانواز شريف بيا وايي چې دپوځي يونيفارم کوزولو باوجود به دپرويز مشرف سره په يو ځايې کار ونۀ کړي.
مبصرين وايي دپوځي منصب دپريښودو وروسته پرويز مشرف دوړاندې په څير مضبوط نۀ دى پاتې شوى او نوموړى به اوس دکورني او بهرني فشار په وړاندې داودريدو زياته حوصله ونۀ لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG