لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلعه سيف الله کې دمدرسې دننه چاؤدنه  6 مړۀ


دپاکستان دبلوچستان ايالت په قلعه سيف الله نومې سيمه کې ديوې ديني مدرسې دننه په يوه درنه چاؤدنه کې 6 زده کوونکي يا طالبان مړۀ او 4 ژوبل شول.
قلعه سيف الله دکوئټې څخه په 120 کلو ميټره واټن پرته سيمه ده.
دغه چاؤدنه دقلعه سيف الله دلويې ښار څخه 20 کلو ميټره وراخوا دمولوي يارمحمدپه مدرسه کې په داسې حال کې وشوه چې ديني طالبان په سبقونو ويلو بوخت وؤ.
ژوبل طالبان دتداوۍ دپاره روغتون ته رسول شوي او پوليس دچاؤدنې په اړه څيړنې پيل کړي دي.
په روغتون کې پروت يو ژوبل طالب وايي مدرسه کې يو نامعلومه سړي چاؤديدونکي مواد ځايې په ځايې کړي وؤ.خو طالبانو نۀ پيژندل چې دا بارود دي.
وئيل کيږي په چاؤدنه کې ټول کم عمره طالبان مړۀ او ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG