لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى اسلام اباد ته ورسيدو


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى دپاکستان په دوه ورځني سفر پايتخت اسلام اباد ته رسيدلى دى.
نوموړي سره دلوړپوړو افغاني چارواکيو دولس کسيزه ډله هم ملګرې ده.
حامد کرزى به نن دجمهوررئيس پرويز مشرف سره په ليدنه کې دترهه ګرۍ ، دافغانستان دبياودانۍ ، په پاک افغان سرحدي سيمو کې دالقاعده دسيوا شوؤ فعاليتونو، دسيمې او نړۍ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کوي او وروسته به يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا هم کوي. حامد کرزى نن ماذيګر دالوتکې څخه داسلام اباد په هوايي ميدان کوز شو، دپاکستان دزلميو دچارو موقتي وزير محمد علي سيف هغه ته په هوايي ډګر هرکلى وويلو پاکستان ته دافغان جمهوررئيس دراتګ په محال په اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي اؤداسلام اباد په ټولو مهمو لارو حامد کرزي ته دهرکلي بينرونه ځړول شوي دي.
ټاکل شوې ده حامد کرزى به پاکستان کې دخپلې دوه ورځنۍ ايسارتيا په محال دخپل پاکستاني هم منصب پرويز مشرف ترڅنګ دموقتي صدراعظم ميا محمد سومرو او ځينې نورو لوړپوړو دولتي چارواکيو سره هم ويني اؤ دخپل مينځي اړيکو په ګډون به ورسره په يو لړمهمو چارو خيالات تبادله کړي.
دپاکستان دخارجه وزارت وياند محمدصادق نن( چارشنبه ) داوونيز احوال تيرولو په محال وويل پاکستان ته دافغان جمهوررئيس دراتګ له امله به ددواړو هيوادونو ترمينځ جوړې اړيکې نوره وده هم ومومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG