لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان او افغانستان داستخباراتي معلوماتو د همکارۍ په زياتولو کولو اتفاق کړی


پاکستان او افغانستان دترهه ګرۍ او تندرويۍ پر ضد روانه جګړه کې داستخباراتي همکارۍ په زياتولو اؤ مختلفو څانګو کې اړيکو ته په ودې ورکولو اتفاق کړى دى.
دا اتفاق دچارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف اؤ دهغه دافغان هم منصب حامد کرزي تر مينځ ليدنه کې وشو.
په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو، دترهه ګرۍ او تندرويۍ په ضد په جګړه ، دسوداګرۍ په وده ، د اوړو په بحران اؤ په مهمو سيمه ايزو او جغرافيايي چارو خبرې اترې وشوې. دملاقات څخه وروسته ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په محال دپاکستان جمهوررئيس مشرف وويل هغۀ دافغان جمهوررئيس سره ګټورې خبرې کړي دي او له دې امله به ددواړو هيوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي.
پرويز مشرف وويل ددواړو هيوادونو ولسونه خپلو کې د ورورڼو په څير دي اؤ دترهه ګرۍ څخه دځان ژغورنې لپاره ددواړو هيوادونو ترمينځ داستخباراتي معلوماتو ورکړه راکړه ضروري ده.
جمهوررئيس وويل دترهه ګرۍ دله مينځه وړلو لپاره به ددواړو هيوادونو استخباراتي شبکو ته يو بل سره کمک کول وي. پرويز مشرف وويل په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه زيات شوي ولې وضعيت بيا هم دوړاندې څخه ښۀ دى.
نوموړي زياته کړه په شمالي او جنوبي وزيرستان کې ترهه ګر روزل کيږي ولې دافغانستان په سيمو کې دطالبانو فعاليتونه ٤٢ فيصد کم شوي دي.
چې دا يوستر برياليتوب دى.
ښاغلي مشرف دځانمرګي بريدونو دمخنيوي دپاره په پاک افغان پوله دڅارنې دنظام په ښۀ کولوټينګار وکړو.
او وې ويل د ځانمرګي بريدونه مخه يواځې داستخباراتي معلوماتوپه ورکړه راکړه کې په اضافې سره نيول کيدى شي.
مطبوعاتي کانفرنس ته افغان جمهوررئيس حامد کرزي وويل هغه پرويز مشرف سره په ليدنه کې دترهه ګرۍ اؤ تندرويۍ په ضد دجنګ په ګډون په مختلفو چارو غږيدلى دى او هيله لري چې پاکستان ته دهغۀ دسفر له امله به يو لړ برياليتوبونه ترلاسه شي.
حامد کرزي وويل هغه د افغانستان او پاکستان په هاغو سيمو کې چرته چې دامنيت په اړه ستونزې پيښې دي دخپل پاکستاني هم منصب سره په دغه اړه هم خبرې کړي دي.
کرزي زياته کړه په ليدنه کې سوات،وزيرستان اؤ دافغانستان په هلمند ولايت کې دترهه ګريزو عملياتو دمخنيوي لپاره په ګامونو اخستو هم غور وکړل شو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې افغان جمهوررئيس وويل ددواړو هيوادونو ولسونه دستونزو سره مخ دي اؤ مونږ مسؤليت لرو ترڅو دغه ستونزې هوارې کړو.
افغان جمهوررئيس وويل دپاک افغان پولې دواړو غاړو ته دامنيتي ستونزو دهواري دپاره اقدامات سيوا کړل شوي دي.اؤ مونږ به نوره هڅه هم وکړو چې په دې هکله زيات ګامونه واخستل شي.

XS
SM
MD
LG