لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دناټو دځواکونو پر ضد ايراني وسلې پکاروي: دکاناډا ددفاع وزير


دکاناډا ددفاع وزير پيټر ميکى تور لګولى دى چې افغانستان کې طالبان دناټو دځواکونو په ضد دايران وسلې پکار راولي.
دکاناډا ددفاع وزير اوړمه ورځ دخپل هيواد دپوځي مشر رک هيلر سره يو ځايې دافغانستان دکندهار ولايت دپوځي مرکز څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه چې ددغه سفر په اړه يې دمخکې څخه هيڅ نۀ وؤ ويلي.
دواړو کاناډايي مشرانو دکرسمس تهوار په کندهار کې دکاناډايي پوځونو سره يو ځايې ونمانځلو.
ددفاع وزير وويل زمونږ لپاره تر ټولو زياته دانديښنې خبره دا ده چې طالبان دائتلافي ځواکونو په ضد کوم چاؤديدونکي مواد پکاروي هغه دايران لخوا ورکول کيږي.
ښاغلي ميکى وويل طالبانو ته دوسلو ورکولو په اړه زمونږ دايران سره خبرې اترې شوي دي خو دوسلو ورکول کيدو لاره نيول زمونږ دپاره يو ستونزمن کار دى.
ديادونې وړ ده چې تير کال دافغانستان په هرات ولايت کې دايران جوړې څه وسلې نيول شوې وې چې وروسته بيا ايراني چارواکيو سپينه کړه دايران لخوا دافغانستان هيڅ يوې ډلې سره د وسلو يا پيسو مرستې نۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG