لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په سوات کې ٣٣جنګيالي نيولي دي


دزيارت په سحر دپاکستاني فوځونو لخوا دسوات شکره دره سيمه کې دځايې طالب پلوه جنګياليو په ضد دلټوني عملياتو په محال دجنګياليو د٢ ؤ مهمو مشرانو په ګډون ٣٣ عسکريت خوښي ونيول شول اؤ دوي سره وسله هم نيول شوې ده.
لمړى دغه سيمه محاصره اؤ وروسته ديو ځايې قوماندان کور په بم سره والوزول شو. مټه ، کبل اؤ کانجو کې په بشپړه توګه ګرځ بنديز يا کرفيو لګول شوې ده.
اؤ کبل کې دامنيتي ځواکونو نوې دستې ځايې په ځايې کړل شوي دي.
شکر دره سيمه کې دپوځ لخوا دزيارت په سحر دپيل کيدونکيو عملياتو په محال ٣٣ طالب پلوه جنګيالي ونيول شول چې پکې ٢ ځايې قوماندانان هم شامل دي.
بل اړخ ته دمينګورې ښار اؤ نورو سيمو کې دسحر ٦ ؤ بجو څخه ماښام شپږو بجو پورې کرفيو کې نرمي شوې ده.
دايي ايس پي ار له مخې دچارشنبې په ورځ دامنيتي پوځونو کارروايۍ کې څه طالب پلوه جنګيالي نيول شوي وؤ.
بلخوا سوات کې دطالب پلوه جنګياليو مشر مولانا فضل الله وايي زمونږ بنيادي مقصد دشريعت محمدي نفاذ دى چې ددې لپاره به تر اخري سلګۍ وجنګيږو.
دنامعلوم ځايې څخه پخپل ذاتي ايف ايم راډيو دوينا په ترڅ کې مولانا فضل الله وويل پوځ دمارټرو ګوليو غورځولو سره په مونږ برياليتوب غواړي.
هغۀ وويل دپوځونو په ضد دمقاومت لويې توان لرو، او کله چې دوي پخپلو ځايونو کې کښيني نو مونږ به خپلو عملياتو ته دوام ورکړو.
مولانا فضل الله وويل کۀ چرې پوځ دپيرنګي دقانون لپاره قربانى ورکولى شي نو مونږ هم دې ته چمتو يو چې دخداې په کتاب ځان قربان کړو.
دځايې طالب پلوه جنګياليو مشر زياته کړه ديو دوکان اؤ پټي حفاظت دټوپک څخه بغير نۀ شي کيدى نو دالله دکتاب حفاظت دټوپک او جهاد څخه بغير څنګه کيدى شي؟
هغۀ وويل نن دټولې نړۍ مسلمانان له دې امله دپريشانۍ او زوال ښکار دي چې داسلام په خاطر ځانونه نۀ قرباني کوي.
دهغۀ وينا وه پوځ دبهر څخه راغلى اؤ مونږ وژني نو مونږ ته لمړى ددوي مقابله کول پکار دي اؤ ددې څخه وروسته به دکور ددښمنانو سره ګورو.
هغۀ زياته کړه په فدايي بريدونو کولو او قربانيو ورکولو دخلکو قافلې جنت ته روانې دي اؤ زمونږ دا مقصد دى چې يا به مړۀ شو او يا به شريعت محمدي نافذ کړو.
مولانا فضل الله وويل دقربانيو سره به زمونږ غورځنګ ختم نۀ شي بلکې نوره وده به هم ومومي او دهر کلي څخه به داسې مجاهدين را پيدا شي چې خلک به حيران پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG