لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : دځايې طالبانو په پټن ځايونو ګوله باري،١٠ مړۀ


سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دځايې طالب پلوه جنګياليو په ضد دګوله بارۍ له امله ١٠ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات تحصيل کبل په ګالوچ اؤ کالا کلي کې تيره شپه امنيتي ځواکونو دعسکريت خوښو په ځائيونو ګوله باره وکړه.
ګالوچ سيمه کې په کور يوه ګوله راپريوته چې له امله يې ديوې کورنۍ ٧ کسان مړۀ اؤ يو تن ژوبل شو.
اؤ دغه کور په بشپړ ډول ړنګ شوى دى.
همدغه راز کالا کلي کې هم دتندوريانو په پټن ځائيونو دګوله بارۍ په محال دتيروتنې له امله په دريوؤ کورونو دګوليو غورځيدو له کبله ٣ کسان مړۀ اؤ يوه ميرمنه سخته ژوبل شوه.
بلخوا سوات کې دسحر ٧ؤ بجو څخه ماښام ٦ؤ بجو پورې کرفيويا ګرځ بنديز کې نرمي شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG