لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نيو يارک ټائمز : جمهوررئيس بوش  سي ايي اى ته پاکستان کې  دعملياتو په واک ورکولو غور کوي


دامريکايي جريدې نيويارک ټائمز په ويب پاڼه خپور شوي يو راپور کې دعوه شوې ده چې دامريکا جمهوررئيس جارج واکر بوش استخباراتي شبکې سي ايي اى اؤ پينټاګان ته پاکستان کې په پټه توګه دعملياتو کولو په اجازې ورکولو غور کوي.
خو پاکستان دغه راپور دحقيقت څخه لرې اؤ ټول په ټوله دروغ ګرځولى دى.
راپور کې ديو لوړپوړي امريکايي چارواکي له خلې ويل شوي دي ښاغلى بوش دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دټاکل شوؤ ځايونو دپه نخښه کولو دپاره سي ايي اى ته دنور واک ورکولو دپاره لارې چارې لټوي.
راپور وايي امريکايي استخباراتي اداره دغه عمليات دپاکستان ددولت لخوا دورکړى شوؤ اطلاعاتو په بنياد هم کولى شي.
ددې څخه وړاندې افغانستان کې هم دسي ايي اى ايجنټانو داسې رقم عمليات کړي دي راپور وايي کۀ چرې دسي ايي اى دواک لمنه پراخه کړل شي نودغه استخباراتي شبکه په پاکستان کې دنيغ په نيغه عملياتو ترڅنګ دامريکايي ځواکونو مرسته هم کولى شي.
راپور کې دعوه شوې ده چې پاکستان کې دا وخت دامريکا ٥٠ پوځيان کار کوي.
بلخوا دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وياند محمد صادق دغه راپور په سختۍ سره رد کړى دى او ويلي يې دي بهرنۍ ميډيا دپاکستان په ځمکنيو حقيقتونو نۀ پوهيږي.
وياند ويلي دي دحقيقتونو څخه په لرې راپورونو خورولو پاکستانى اولس فکر مند کولى شي. ښاغلي صادق زياته کړې ده په خلکو کې دتلوسې پيدا کولو دپاره دبهرنۍ ميډيا له اړخه داسې رقم راپورونه خپرول دافسوس وړ اؤ دژورنالستيکي اصولو په ضد دي.

XS
SM
MD
LG