لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرويز مشرف : کيدى شي بې نظير بوټو د گولۍ لګيدو له امله وژل شوي وي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف ويلي دي کيدى شي بې نظير بوټو د گولۍ لګيدو له امله وژل شوي وي , خو دخپل مرګ ذمه واره هغه پخپله هم وه.
امريکايي ټي وي سره ديوې مرکې په محال پرويز مشرف وويل داسې کيدى چې دبې نظير بوټو په سر کې زخم دمرمۍ لګيدو له امله راغلى ؤ خو دخپلې وژنې ذمه واره هغه پخپله هم وه.
دهغۀ وينا وه بې نظير بوټو ته دګاډي څخه سر بهر ويستل نۀ ؤ پکار.
دپاکستان جمهوررئيس وويل ”زۀ غواړم دبې نظير بوټو اصلي وژونکې بې نقابه کړل شي “ هغۀ وويل هيواد کې ملي مفاهمت غواړو ولې چې دجنګ جګړو څخه هيڅ نۀ جوړيږي. مشرف وويل دا وخت هيواد ديو نازک دور څخه تيريږي ځکه نو مونږ ته به دذمه دارۍ څرګندونه کول وي.
جمهوررئيس وويل هغۀ غواړي چې دبې نظير بوټو اصل قاتلان بې نقابه کړل شي.
امريکايي ټي وي چينل سره په مرکه کې جمهوررئيس وويل هغۀ دبې نظير بوټو په وژنه زيات غمژن شوى دى.
ښاغلي مشرف وويل هيواد دا وخت دانتها خوښۍ او ترهه ګرۍ غوندې لويو ستونزو سره مخ دى.
اؤ هغۀ به دانتها خوښۍ او ترهه ګرۍ تر ختمولو ددې په ضد خپل جنګ ته دوام ورکړي. جمهوررئيس وويل دبې نظير بوټو ژوند ته ګواښ سيلمه ؤ له دې امله څومره امنيت چې بل چاته ورکول کيږي دهغې څخه سيوا بې نظير بوټو ته ورکړل شوى ؤ اؤ دهغې دژغورلو لپاره دولت ټول ممکن ګامونه اخستي وؤ.
ښاغلي مشرف زياته کړه دبې نظير بوټو دوژنې څيړنو لپاره راغلې دسکارټ لينډ يارډ ډلې کار کې به دولت هيڅ رقم لاس وهنه نۀ کوي اؤ هغوي به په ازادانه ډول کار کوي.
بايد وويل شي ددې څخه وړاندې دکورنيو چارو دوزارت وياند اقبال چيمه دډاکټرې راپور په اساس ويلي ؤ بې نظير بوټو دمرمۍ له امله نۀ بلکې دګاډي داوسپنې سره دهغې دسر لګيدو له کبله مړۀ شوې وه.

XS
SM
MD
LG