لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیپلز گوند: د بې نظیر بوټو وژنې پلټنې دې ملگري ملتونه اوکړي


پاکستان پیپلز گوند وایي دوی د بې نظیر بوټو د مرگ د پلټنو په اړه حکومتي پلټنو باندې یقین نه لري.
ډیوه ریډیو سره په یو ځانگړې مرکه کې د پیپلز گوند ویاند فرحت الله بابر ویلي حکومت د بې نظیر بوټو د مرگ ډیرثبوتونه د مخکې لرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی ته ددې خبرې ضرورت نشته چې د بې نظیر بوټو مرگ د بم ټوټی له کبله شوې یا د گولی له وجی بلکې دوی غواړي چې د گولۍ یا د بم په شا پټ مخونه ښکاره شي.
ښاغلي فرحت الله بابر زیاتوي چې سکاټ لینډ یارډ پلټونکي آزادې پلټنې نشي کولی، ځکه چې د پاکستان حکومت ویلي د برتانیه سکاټ لینډ یارډ پلټونکي به د پاکستان پلټونکوو لاندې کارکوي.
فرحت الله بابر غوښتنه اوکړه چې د بې نظیر بوټو د مرگ پلټنې د ملگرو ملتونو د مشرۍ لاندې اوشي. نوموړي سره دا مرکه محمد اکرام کړې تاسوېی هم اوریدې شۍ.

Recommended

XS
SM
MD
LG