لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پولېسو په پنجاب صوبه کې یو شمېر ترهگرنیولي دي


د پاکستان د کورنیو چارو مواقتي وزیر حامد نواز ترهگرو سره د هر ډول خبرو امکان رد کړې دې.
اسلام آباد کې یو خبری کانفرنس ته د وینا په وخت ښاغلي حامد نواز وویل چې پخوانۍ صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې بې نظېر بوټو باندې کراچۍ کې شوي بمي چاودانې کې ککړ کسان حکومت نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په نیول شوو کسانوکې پنځه کسان د سرگودهې او درې کسان دمیانوالي دي.
حامد نواز وویل چې حکومت به ډیر زر بیت الله محسود او مولانا فضل الله ونیسي. نوموړی زیاته کړه چې کله هم حکومت ته د دغه ترهگرو پټ ځایونه په گوته شي نو سملاسي به د دوی پر ضد عملیات کوي.
ښاغلي حامد نواز ویره څرگنده کړه که چرې مذهبي گوندونو ایتلاف متحده مجلس عمل په انتخابونو کې بری تر لاسه کړو نو د پاکستان په اټومي وسلو به نړۍ ته د گوتې اچتولو موقع په لاس ورشي.

XS
SM
MD
LG