لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمند ايجنسۍ کې نښته ٧عسکر او ٢٣ حمله کوونکي ووژل شوي دي


د مهمندايجنسۍ قندارو سيمه کې دنامعلومو کسانو لخوا دامنيتي ځواکونو په ګاډو ناتاره ډزې وشوې چې له امله يې لږ ترلږه ٧ عسکروژل شوي دي.
ځوابي کارروايۍ کې ٢٣ حمله کوونکي هم ووژل شول. دسرچينو له مخې دامنيتي ځواکونو څلور ګاډي دمومند ايجنسۍ صدر مقام غله نئ څخه دباجوړ شاهراه لوري ته روان وؤ.
چې دقندارو په قيوم اباد سيمه کې وسله والو کسانو په راکټو او خودکارو وسلو سره په ګاډو بريد وکړو.
دغه بريد کې 7 عسکرووژل شول.
امنيتي ځواکونو سمدستي دبريد کوونکو په ضد ځوابي عمليات وکړل چې نتيجه کې يې لږ ترلږه ٢٣ حمله کوونکي ووژل شول.
ددغه پيښه څخه وروسته سيمه کې امنيت سخت کړى شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG