لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په جنوبي وزيرستان کې په پوځي قلعه د قبضې ادعا کړی ده


افغانستان پلې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمې جنوبي وزيرستان کې په سلگونو جنگیالو د نیم حکومتي ځواکونو یو قلعه په خپله قبضه کې اخستې ده.
حکومت وایي سره روغه کې د سکاوټ قلعه باندې د جنگیالو لخوا حمله کې ٧ عسکر او ٥٠ طالب جنگیالي وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند مولانا عمر ډیوه ریډیو سره په تماس کې ویلي دي چې په دغه نښته کې لږ تر لږه ١٦ عسکراو دوه طالبان وژل شوي دي.
مولانا د ادعا هم وکړه چې طالبانو ٢۴ عسکر په خپله قبضه کې هم اخستي دي. د سیمې نه خپلواکه سرچېنو د دواړو خواو د ادعاو پخلی نه دی کړی.
حکومت دغلته آزاد خبریالان یا د بشري حقونو ډلې خپلو فعالیتونو ترسره کولو ته نه پریږدي. بيګا د نهې او شورو په منځ شپه کې په سلګونو وسله والو طالبانو دجنوبي وزيرستان په سراروغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو په قلعه د خواؤشا غرونو څخه يو سخت بريد پيل کړو سرچينې وائي په دغه بريد کې طالبانو په پوځى قلعه د راکټونو او نورو درنو وسلو ډزې وکړې.
د شورو په سحر ځايي طالبانو ددې پوځي قلعه بشپړ کنټرول ترلاسه کړو او په قلعه کې موجودې د پوځ ټولې وسلې يې پخپله ولکه کې واخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG