دملګرو ملتونو ستر منشي بانکي مون وايي دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو
دوژنې دپيښې دڅيړنو لپاره پاکستان تراوسه ملګرو ملتونو څخه باقاعده غوښتنه نۀ ده کړې.
اؤ دپاکستان ددولت دخواست څخه پرته نړيواله ټولنه دميرمن بوټو دوژنې څيړنې نۀ شي کولى. دنوي کال لمړي مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په محال ښاغلي بانکي مون وويل سکاټ لينډ يارډ دوړاندې څخه ددغه پيښې په څيړنو کې دپاکستان تخنيکي مرسته کوي.
هغۀ زياته کړه کۀ چرې دپاکستان دولت دبې نظير بوټو دوژنې دپيښې دڅيړنو په بابله ملګرو ملتونو ته رسمي خواست وکړي نو دهغې څخه وروسته به امنيتي شورا په دې لړ کې غوڅه پريکړه کوي.
بايد وويل شي چې دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو دګوند مشران غوښتنه کوي چې د ٢٧م دسمبر دپيښې څيړنې دې ملګري ملتونه وکړي.
خو دپاکستان دولت ددغه څيړنې دپاره دبرطانوي پوليسو دادارې سکاټ لينډ يارډ څخه مرسته غوښتې او دا وخت دسکاټ لينډ يارډ دڅيړونکو ٧ کسيزه ډله په پاکستان کې ددغه پيښې په څيړنو بوخته ده.