لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف : دبې نظير بوټو د وژنې پلټنې به برتانوي پلټونکي کوي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي دپخوانۍ صدراعظمې اؤ دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژنې دپيښې دڅيړنې لپاره دبرطانيې دسکارټ لينډ يارډ هيئت پاکستان ته راغوښتل شوى دى.
ولې معلومه ده چې دبې نظير بوټو په وژنه کې هم هاغه ورانکاري لاس لري کومو چې ددرګئ، کامره، کوهاټ اؤ دهيواد په نورو برخو کښې دبې ګناه انسانانو وينې دترهه ګريزو بريدونو په ترڅ کې تويې کړي دي.
د شورو په ماسخوتن قام ته په تيليويزيون اوراډيو خپله وينا کې جمهوررئيس وويل دبې نظير بوټو دوژل کيدو سره په هيواد کې داربونو روپو پرمختيايي پروژې په اوبو لاهو شوي دي. هغۀ وويل دا وخت په پاکستان کې خلک راکټ لانچرې اؤ ماشينونه پۀ اوږو ګرځوي اؤ دخلکو امنيت ته ګواښ پيښ دى له دې امله په ٨ مه جنورۍ کيدونکې ټولټاکنې ځنډول شوي دي.
پرويز مشرف وويل هغۀ په ٨ مه جنورۍ دټولټاکنو ترسره کولو پلوي ؤ خو دټولټاکنو کميسيون ورته ويلى ؤ چې د امنيت پۀ خرابه وضعه کې دټګۍ څخه پاکې ټولټاکنې نۀ شي ترسره کيدى. مشرف زياته کړه دبې نظير بوټو وژنه يوه ملي پيښه ده اؤ هغۀ ددې پيښې څخه وروسته د اولس دجذباتو درناوى کوي خو ولې هيچا ته به اجازه ورنۀ کړى شي چې ددغه سترې غمناکې پيښې په ترڅ کې اړى ګړى وکړي.
پرويز مشرف قوم ته باور ورکړو چې راتلونکې ټولټاکنې به دټګۍ څخه پاکې وي او ورانکارو ته به په دغه محال دناوړو فعاليتونو دپاره مخه پرانستې پرې نۀ ښودل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG